کابل باختر دلړم دمياشتې ٤ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځې په پرتله لس ډالره زياتوالى ليدل کيږي .
تيره ورځ په نړيوالو بازارونو کې يو انس سره زر په ١١٩٥ ډالره وړاندې کيدل خو نن په ١٢٠٥ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٤٠٠ افغانيو ، کويټې ٢٣٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٣٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢٠٥٠
افغانيو ، عربي ٢٠٠٠ افغانيو ، ايراني په ١٦٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٥٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ