کابل باختر د زمري اته ويشتمه :
دامريکا اردو پرون ددغه هيواد دهغه عسکر رابرت بليز په باب چې دافغانستان دقندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې يې اوولس تنه ملکي وګړي وژلي و ، يو رپوټ خپور کړ .
دغه پيښه په ٢٠١٢ ميلادي کال کې شوې ده .
دامريکا دمرکزي قواوو قوماندانۍ ويلي دي دوى په دې خبر و ، چې رابرت بليز کيداي شي په تاوتريخوالي لاس پورې کړي . خو دا تصور يې نه شواي کولى چې دغه شان وحشيانه عمل ترسره کړي .
دامريکا دمرکزي قواو دقوماندانۍ په رپوټ کې ويل شوي دي ځينې نورې پيښې هم رامنځته شوي دي چې درابرت بليز نامناسب چلند ښيي .
رابرت بليزدامريکا په يوه محکمه کې په عمري بند محکوم شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل