سیاست

انجينیر محمد خان:د سیمې هېوادونه باید د سولې له بهیر سره همکاري وکړي

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان دغه خبره په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر مانتیتسکي سره په خپل کاري دفتر کې وکړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ .
د روسیې سفير الکساندر مانتیتسکي له افغان حکومت سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې روسيه به په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له افغان پوځ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
مانتیتسکي د دغو هېوادونو د اړیکو په پراخیدو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې روسیه به له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
ده همداراز وویل: چې هېواد يې د باثبات او ارام افغانستان ملاتړ کوي، د ده په خبره روسيه ارام او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولي او په دې لاره کې به هيڅ رازمرستې و نه سپموي.
د روسيې سفير د افغان سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ او له ښکېلو غاړو څخه يې وغوښتل چې په دغه  بهیر کې په ګډون سره یوې سراسري سولې ته زمینه برابره کړي.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجینر محمد خان د روسې هیواد له کړو مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او وې ویل: روسې په تیرو څو کلونو کې له افغان حکومت سره په بیلابیلو برخو کې په پوره توګه مرستې کړي دي چې تحصیلي بورسونه، د ویجاړ شوو جنګي وسایلو ترمیم، په ورستیو کې د نړیوال تجارتي سازمان (WTO) کې د غړیتوب په تر لاسه کولو او د لس زره ګلایشینکوفونو مرستې یې د یادونې وړ دي.
لومړي مرستیال د سولې په برخه کې د ایران، هند، چین، امریکا تر څنګ د روسې ګډون او ملاتړ اړین وباله او له ټولو یادو او د سیمې هیوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې په افغان سوله کې رغنده رول ولوبوي او د خپل منځې سياليو څخه ډډه وکړي تر څو زموږ په هیواد کې یقیني سوله راشي.
ده زیاته کړه: موږ د سولې پروسې ته بشپړه آماده ګې لرو او له مخالفو ډلو څخه غوښتنه کوو چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په ګډه دهیواد په آبادۍ کې برخه واخلي.
د ده په وینا که مخالفې ډلې د سولې پرځای د جنګ لاره غوره کړي د حکومت ملي امنیتي ځواکونو له قوي غبرګون سره به مخ شي ځکه افغان ملي ځواکونه د خپل هیواد د دفاع ځواک او توان لري.
لومړي مرستیال وویل: نړۍ لا تر او سه هم د تروریزم لپاره مشخص تعریف نلري همدا لامل دى چې د نړۍ په هر ګوټ کې د دوی مخه په اسانۍ سره نه نیول کیږي. نړیوال باید د تروریزم په له منځه وړلو کې له یو بل سره لاسونه ورکړي ترڅو و کولای شو چې نړیوال په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته