سیاست

اکليل حکيمي د ډير ښه وزير دستاينې لوحه ترلاسه کړه.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
دماليې وزير اکليل حکيمي نن دمحصلانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مراسمو کې چې دځوانانو داتحاديې له خوا پرځاى شول ،ګډون وکړ.
دماليې وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دغو مراسمو کې دځوانانو اتحاديې ځوانانو ته دښو کاري او تحصيلي فرصتونو دبرابرولو په برخه کې دماليې وزارت دکړنو او دبروکسل کنفرانس د نتيجو او لاس ته راوړنو دستاينې په لاره کې اکليل حکيمي ته د ډير ښه وزير دستاينې لوحه ورکړه.
دماليې وزير دځوانانو له اتحاديې څخه دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې وويل چې بايد ټول ځوانان په نړيوالو تحصيلي معيارونو سره دخپلو زده کړو دپرمخبيولو او دوام لپاره جدي هلې ځلې وکړي .
ده زياته کړه : دماليې په وزارت کې ځوانانو ته ښه فرصتونه او پاليسۍ په پام کې نيولې شوې دي او په دغه وزارت کې دځوانانو داستخدام دهيواد په دننه او بهر کې دتحصيلي فرصتونو برابرول د ظرفيتونو لوړول او ځوانانو ته دافتخاري صندوق جوړول ددغه وزارت له هلوځلو څخه دي.
ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې له خپل دولت سره دې همکار واوسي او په خپلو نويو نوښتونو سره دې هيواد دترقۍ او سوکالۍ په لور رهبري کړي.
دماليې وزير څرګنده کړه : دغه ستاينه موږ ته لازيات قوت او انرژى راکوي چې دهيواد دځوانانو لازيات ملاتړ وکړو او دوى ته زيات فرصتونه برابر کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته