امنیت

په ميرزااولنګ کې دطالبانو او داعشيانو دمهمو سنګرونو نيول

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣ مه :
په سرپل ولايت کې پوځي مقامات  وايي چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو دصيادولسوالۍ په ميرزا اولنګ کې دطالبانو او داعشيانو مهم سنګرونه نيولي دي.
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله اماني  دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې دغه سنګرونه پرون دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ده زياته کړه  چې دميرزا اولنګ دبيرته نيولو لپاره دعملياتو له پيل څخه   ډاراچوونکو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دسرپل ولايت مقاماتو ويلي دي چې دميرزا اولنګ دبشپړ نيولو لپاره عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته