امنیت

دطالبانو دډلې يو مشهور قوماندان په کندز کې و وژل شو

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان  چې  دهېواد  په جنوب او شمال کې  دزياترو تروريستي فعاليتونو اودځانمرګو بريدونو  طراح و ، تيره شپه   په کندز ولايت کې دملي اردو  اودکوماندو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
دملي اردو  دځانګړو عملياتو دفرقې  يوه خبرځاى  باخترآژانس ته وويل  چې الياس هلمندي تيره شپه دکندز ولايت  دچاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې  له څلورو تنو ساتوونکو سره يې ووژل شو.
په دغو عملياتو کې ددغه قوماندان در ې تنه همکاران نيول شوي دي.
ويل کيږي الياس هلمندى  دتروريستي بريدونو دترسره کولو په  مقصد په دې وروستيو وختو کې  کندز ته تللى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته