کابل / دچنګاښ ۱۷ / باختر
پولیسو د کابل په بېلا بېلو سیمو کې د جنایي جرمونو د تر سره کولو په اړوند ۳۳ تنه نیولي دي .
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل ،دغه کسان د غلا، وژنې، سړي تښتونې، دامن او عامه نظم ګډوډۍ، ټپي کولو، د نا قا نونه وسلود لېږدولو، شوکمارۍ، اخلاقي جرمونو، فریب ورکولو،او کیسه برۍ په تور د کابل ولایت په لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اوومې، لسمې، دیارلسمې ناحیو په مربوطاتو اود چار آسیاب، میربچّه کوټ اوسروبي په ولسوالیو کې نیو ل شوي دي .
له نیول شویو مشکوکو کسانو، د کمرې دوه تومانچې،یو کلاشینکوف او دوه غلا کړی شوي موټرونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دی.پای شکریه خروټې
0 د یوې دقیقې څخه لږ