روغتیا

شکرې په ناروغۍ د اوو مليونو عربستانيانو اخته کيدل.

رياض –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دعربستان روغتيايي سرچينو په دغه هيواد کې د شکرې دناروغۍ دخپريدو ته اشاره کړې او اعلام وکړ چې اووه مليونه درې سوه زره عربستانيان د شکرې په ناروغۍ اخته دي او ددغه هيواد د روغتيايي برخې دټولې بودجې په سلو کې پنځلس ، له دغې ناروغۍ سره په مقابله کې لګيږي.
دنيوزنيو خبري سايت خبر ورکړ : دعربستان دعامې روغتيا وزارت معين طريف العمى پرون په خبرو کې د ديابت د څارنې او درملنې له نړويوال مرکز سره دبلديدو دغونډې فعاليتونه چې ددغه هيواد په پايتخت رياض کې جوړه شوه پرانيستل .
ددغې غونډې داجراييوي کميټې رييس ډاکتر ناجي الجهني د دغې غونډې دفعاليتونو او د شکرې د ناروغۍ له درملنې سره دبلدتيا په باب خبرې وکړې او اشاره يې وکړه شکرې ناروغۍ دهغې چټکې دخپريدو په دليل په عربستان کې په ټوليزه ناروغي بدله شوې ده چې دوګړو او کورنيو ژوند ګواښوي.
ده زياته کړه : دغه ناروغي ددغه هيواد وګړوته په سترې ستونزې بدله شوې ده لکه څنګه چې شميرنې څرګندوي ،په دغې ناروغۍ داخته کسانو خطر په هيواد کې له شل کلنۍ څخه پورته په سلو کې شل کسان ګواښي ده په دې سره چې عربستان دى ته اړ شوى دى دعامې روغتيا دبودجې په سلو کې پنځلس ددغې ناروغۍ مقابلې او درملنې ته بيله کړي وويل: په عربستان کې دشکرې په ناروغۍ اخته کسانو شمير اووه ميليونه او درې سوه زره تنه ښودل شوى او نږدې دوه مليونه نور شکرې ناروغۍ څخه په مخکې پړاو کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته