کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
په پکتيا ولايت کې داوبو دوه کانالونه ګټې اخستنې ته وسپارل شول .
دغه کانالونه دحکومت له بودجې څخه د ١٧ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي .
ددغو کانالونو اوږدوالي شپږ زره متره اټکل شوى دى او ويل کېږي چې د ٣٥٠٠جريبه ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري .
دپکتيا ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد دين مومند باختراژانس ته وويل چې ددغه کانالونوپه بيا رغاونې سره به دګرديز ښار په ځينو سيمو کې دبزګرانو کاروبار ښه شي .
هغه وويل چې ددغوکانالونو جوړول له بله پلوه داوبو دضايع کېدو مخه ونيسي.
. دګرديز ښار بزګرانوددغه کانالونو دبيا رغاونې په خاطر خوښي څرګنده کړه او هغه يې دکرکيلې لپاره يو ښه کاروباله .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل