ټولنه

په دووجلاجلا ترافيکي پيښوکې پنځه تنه ووژل شول

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٧ :
دجنوبي سالنګ په ساحه کې د ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول .
دترافيکي پيښو دڅيړنو لوى مدير سمونوال عبدالطيف باخترآژانس ته وويل:
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له کابل څخه مزارشريف ته ر وان و چې دجنوبي سالنګ  دچارمغزک  دګولايي په ساحه کې له يوبل کرولا موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې څلورتنه ووژل شول او دوه تنه نورټپيان شول.
دترافيکي پيښو دڅيړنې مسوولينو ددغې پيښې انګيزه اوعلت دچلوونکو بې احتياطي اوګړندي تګ وباله.
ديوبل خبرله مخې  :
تيرماښام دکابل ښار دپنځمې ناحيې په ساحه کې د ترافيکي پيښې له امله يوه نجلۍ ووژل شوه.
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر دکابل ښار د پنځمې ناحيې د افشارو په سړک کې يوه نهه کلنه نجلۍ ووهله چې وروسته يې روغتون ته د ليږدونې په لاره کې ساه ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته