سیاست

دلوى څارنوالى عالي شورا غونډه وکړه .

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
دلوى څارنوالي  عالي شورا  نن غونډه وکړه .
دلوى څارنوالي داطلاعاتو او دعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې دلوى څارنوال  څارنپوه محمد اسحق الکو  دلوى څارنوالي  دمرستيالانو ، ددغې ادارې  دبيلابيلو څانګو  درييسانو په افغانستان کې دامريکا دسفارت ، داروپا اتحاديې دپوليسو ، اي دي ال او دافغانستان دعدلي څانګې  دملاتړ دپروګرام  داستازو په ګډون جوړه شوه دجوړولو هدف يې دلوى څارنوالي ادارې ته دزياتو اومنسجمو مرستو جلبول  و .
په دې غونډه کې  دلوى څارنوالي دادارې مسوولينو او دبهرنيو مرکزونو استازو په  دوه اړخيزو او دومدارو همکاريو ټينګار وکړ . 
دهيواد لوى څارنوال  څارنپوه  محمد اسحق الکو په دې غونډه کې وويل دتمويلوونکو په هلوځلو اوهمکارۍ سره  دلوى څارنوالي ادارې يو لړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
دلوى څارنوالي اداره په  ١٣٤٣ کال کې ددولت په تشکيل کې جوړه شوه چې دکار لپاره يې مشخصه  ودانۍ نه درلوده اوس په مرکز او ولايتونوکې لوى څارنوالي ته ودانۍ جوړې شوې دي
دغه برياليتوبونه دکارکوونکو دظرفيتونو دلوړولو ،  دروزنيزو پروګرامونواو سيمينارونو ،  له هيواد څخه بهرته درونيزو سفرونو او دستاژ په بيلابيلو برخو کې ترلاسه شوي دي چې دلوى څارنوالي دادارې لپاره مهم برياليتوبونه  دي .
الکو دخپلو خبرو په دوام وويل چې په وروستيو کلونوکې دجرم کچه  لوړه شوې ده چې داپه خپله  په افغانستان کې  دقانون د تطبيق  ښکارندوي  دى چې په دې لاره کې دولت اوبهرنيو تمويلوونکو له موږ سره مرسته کړې ده .
زياتره تمويلوونکي  دودانيو دجوړولو د روزنې په برخو کې دلويې څارنوالۍ  له ادارې سره همکاري کې ، دامريکا سفارت ددغې ادارې له تمويلوونکو  څخه دى چې له ٢٠٠٥ ميلادي کال تراوسه پورې دلوى څارنوالۍ له ادارې  سره همکاري لري
دامريکا دسفارت دعدلي چارو سلاکار برت هيرمن په دې غونډه کې  وويل هيله لرم چې زموږ همکاري دوام ولري .
مخکې له دې دلوى څارنوالي  په اداره کې روزنيز پروګرامونو دبهرنيانو له خوا ترسره کيدل  موږ هلې ځلې کوو وروسته له دې دلوي څارنوالي په اداره کې دظرفيتونو په رامنځته کولو سره دغه پروګرامونه  په خپله ددغې ادارې له خوا ترسره او پرمخ يوړل شي
دافغانستان دعدلي دڅانګې دملاتړ دپروګرام جي اس اس پي  رييس  رحيم الله مجددي  په دې غونډه کې وويل موږ دلوى څارنوالي دادارې دکارکوونکو دظرفيتونو دلوړولو په برخه کې همکاري ته چمتو يو .
د١٣٩٤ کال  په بودجه کې زياتوالي دروزنې په برخه کې د لوي څارنوالي له ادارې سره دهمکاري لپاره په راتلونکي کال کې  زموږ له پروګرامونو څخه دي .
په افغانستان کې داروپا اتحاديې دپوليسو  دعدالت درسي پروګرام مسوول  جورجي نيکوليا وويل موږ له ٢٠٠٧ کال څخه تراوسه پورې دعدلي څارنوالي له ادارې سره همکاري کوو موږ په مرکز او ولايتونوکې دپوليسو او څارنوالي ترمنځ دهمغږۍ پروګرامونه ترسره کړي دي .
دلوى څارنوالي  ادارې مدني او تجارتي مرستيال څارنپوه  عبدالوکيل اميني وويل  په وروستيو کلونوکې ددغې ادارې ددرې زرو کادرونو ظرفيتونه لوړ شوي دي موږ په پام کې لرو زموږ دادارې دکادرونو دزياتې روزنې لپاره په دغه برخه کې دديرشو تنو ښوونکو په استخدام سره يوه روزنيزه برخه جوړ کړو
په همدې حال کې لوى څارنوال محمد اسحق الګو دنړۍ دفلسفي رياضي دتحقيق داکاډمي درييس محمد صديق افغان کارونه وستايل .
محمد صديق  افغان هم دلوى څارنوالي ادارې ته دخپلو تحقيقي چارتونو په ورکولو سره دافغانستان دلوى څارنوال الکو څخه مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته