ټولنه

په پکتیا کې۳۰۰ کورنیو ته هګۍ اچوونکې چرګې ورکول کېږی

ګردیز/باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه
په پکتیا کې ۳۰۰ بې وزلو کورنیو ته د علمي پلټنو او ټولنې د پراختیا ادارې په همکارۍ هګۍ اچوونکي چرګې ورکول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې چرګې د دغه ولایت د مرکز ګردیز په ګډون په احمد آباد او څمکنیو ولسوالیو کې پر ۳۰۰ کورنیو وېشل کېږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس محمد الدین مومند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دې پړاو کې به هرې بې وزله کورنۍ ته ۲۰ ـ ۲۰ هګۍ اچوونکي چرګې، ۱۵۰ کیلو ګرامه دانه او نور توکي ورکړل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته