امنیت

د طالبانو د عشر او زکات مسوول په فاریاب کې ووژل شو

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د وسله والو طالبانو د عشر او زکات د راټولولو مسوول تېره شپه له درېیو ملګرو سره یې په فارياب کې ووژل شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو په دولت آباد ولسوالۍ پورې اړوند «شش بر کلي» او د ګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوځیانو پر پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو د مقاومت په پایله کې د دې ډلې د عشر او زکات مسوول مولوي رفیع له درېیو ملګرو سره یې ووژل شو.
خبرځای زیاته کړه چې د جګړو په بهیر کې ۷ وسله وال طالبان ټپیان شول او د دښمن دوه موټرسایکلونه او جنګي وسایل د پوځیانو لاس ته ورغلل.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته