امنیت

يوولس طالبان په غور کې ووژل شول

کابل/ د غويي٧ مه / باختر
يوولس وسله وال طالبان تېره شپه دغور کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
دغور يو امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د تيورې ولسوالۍ د بازار يخن عليا، تنګي يخن او تکثقل کليو کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه ؛ په دغو هوايي بريدونو کې ١٤ نور وسله وال طالبان ټپيان او د هغوى يو شمېر جنګي وسايل، ٣٠ ماينونه او١٧ موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
هغه زياته کړه هغه سيمې چې پرې بريدونه شوي دي وسله وال طالبان په جلب او جذب او د ماينونو په جوړولو بوخت وو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته