نړۍ

څلورتنه انسان تښتوونکي په پاکستان کې ووژل شول

اسلام اباد باختر دسلواغې څليرويشتمه :
د پاکستان په لاهور ښارکې نن له انسان تښتوونکو سره د پوليسو په نښته کې څلورتنه ووژل شول .
باخترآژانس دپاکستان د دي نيوز انټرنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: پوليسو د دريو تنو انسان تښتوونکوله نيولو وروسته غوښتل چې د دوى ملګرى څلورم انسان تښتوونکى ونيسي چې د نيونې د عملياتو په بهيرکې يوه انسان تښتوونکي  په پوليسو ډزې وکړې او دپوليسو او انسان تښتوونکو ترمنځ د نښتې سبب شوې چې له امله يې ټول انسان تښتوونکي ووژل شول.
تورنوکسانودانسان تښتونې په څو قضيوکې لاس درلود او خلک يې د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر تښتول.
څو ورځې مخکې دکراچۍ ښارپوليسو يو ديارلس کلن هلک د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل .
انسان تښتوونکو د ده له کورنۍ څخه د زياتو پيسوغوښتنه کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته