قندهار د مرغوې ۱۷ باختر.
اته وسله وال طالبان په قندهارکې په هوایي برید کې ووژل شول .
په دغو طالبانوتېره شپه د میوند ولسوالۍ کې د دوی په مرکز برید وشو .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره باختراژانس ته وویل چې د هېواد د هوايي قواووپه دغه برید کې د طالبانو د ډلې یو سیمه ییزقوماندان له اووه تنوافراد سره ووژل شو .
د یوبل خبرله مخې ، پولیسو د قندهار په ګڼ مېشتولارو کې د څوارلسو ماینونوپه کشفولوسره د یولړچاودنو د را منځته کېدومخه ونیوله .
ددغه ماینونو د ښخولو په تور څوک نه دی نیول شوی. ختم ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ