امنیت

په کندز کې يو تن د خپل ورور او د هغه د کورنۍ د غړو د وژلو په تور ونيول شو

 کابل / د غويي ٧ مه / باختر
يو سړى په کندزکې د خپل ورور او د هغه د کورنۍ د غړو د وژلو په تور ونيول شو.
پوليس وايي چې يرغلګر د جمعې په شپه د امام صاحب ولسوالۍ په کنم کلي کې د خپل ورور پر کور بريد وکړ او خپل ورور، ورينداره او د هغوى پنځه بچيان ووژل.
قاتل د امام صاحب ولسوالۍ په کنم کلي کې دخپل ورور په ګاونډ کې ژوند کاوه چې له پېښې يوه ورځ وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
د کندز يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې قاتل په داسې حال کې چې غوښتل له کندز څخه وتښتي؛ ونيول شو.
تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه.
د دوى ګاونډيان وايي چې د ميراث د وېش څرنګوالي د پېښې سبب شوى دى.
ختم -ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته