امنیت

ددولت درې تنه وسله وال مخالفين په سمنګانو ولايت کې ونيول شول .

کابل باختر دزمري  پنځمه :
  دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې پرون دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  درې تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول عبدالمنير رحيمي  دباختراژانس خبريال ته وويل  درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه  دهغو يولړ عملياتو په بهير کې  چې ددولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دکوز دره صوف  ولسوالۍ دپاکولو په موخه دامنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي و  چې دامنيتي حواکونو له خوا ونيول شول .
  داپه داسې حال  کې ده چې په  دې ورسوتيو ورځو کې څه ناڅه ددولت ٢٦٠  وسله وال مخالفين دامنيتي ځواکونو دعملياتو له پيلولو وروسته دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته