ټولنه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوښتګرو ځوانانو ته جايزه ورکړه

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
څلور تنه ځوانان چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې نوښت او فعاليت ښودلى دى؛ نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د (ديوې) د پروګرام له خوا وستايل شول.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې جوړ شوې وه؛ شير رحيمي، محمد نسيم، جاويد همدرد او صبور مبارز ته چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې نوښت او فعاليت ښودلى و؛ جايزې او ستاين ليکونه ورکړل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معين او سرپرست انجنير بريالي حسام د جايزو د ويشلو په وخت کې وويل: د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخوکې نوښتګرو ځوانانو ته د دوى د نوښت د ارزښت له پلوه له ٢ زرو ډالرو څخه تر ٨٠ زرو ډالرو پورې د (ديوې) د پروګرام له خوا د جايزې په ډول ورکړ شول.
انجنير حسام زياته کړه: دغه وزارت په پام کې لري چې د نوښت مفکوره وهڅوي او د مخابراتي ټکنالوژۍ او موبايل په برخوکې نويو لارو چاروته لاس ومومي چې په خپله د افغانانو له خوا طرحه او وړاندې شوې وې.
(ديوې) د مخابراتو د وزارت يو پروګرام دى چې د نړيوال بانک په مرسته په هيواد کې د مخابراتي تکنالوژۍ له کارولو څخه د استفادې له لارې د نوي کولو د ودې او فرهنګ په برخه کې فعاليت کوي او هغه ځوانان چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له ځانه نوښت او فعاليت وښيي؛ ددغه پروګرام له خوا هڅول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته