امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
اووه تنه ډار اچوونکي د هېواد په شمال ختيځ زون کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د فارياب ولايت د دولت آباد ولسوالۍ د فيروزي په کلي د ظفر – ١٩عملياتو او د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ګوزارونو په بهير کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول او د دښمن يوه داشکه ويجاړه شوې ده .
دغه راز د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د عرب مزاري په کلي کې دوه ماينونه د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا د تخنيکي ټيم له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي او د وسايطو ضد يو ماين د کندز ولايت دقلعه ذال ولسوالۍ دښوونځي په وړاندې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د پامير دشلمې فرقې دلومړۍ لوا دماين پاکولو د ټيم له خوا کشف او شنډ کړى شوى دى او د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ کې د عبدالوکيل په نامه يو طالب د ٢٠٩ شاهين قول اردو د پامير د شلمې فرقې د دويمې لوا د دويم کنډک پرسونل ته تسليم شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته