کابل- باختر د ليندي څليرويشتمه:
د بادغيس ولايت د ځينو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ ( د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالې د له منځه وړلو او د جندر د رعايتولو ) تر عنوان لاندې دخبرو سيالۍ ترسره شوه .
دباختر اژانس دخبر له مخې: په دې سيالۍ کې د قلعه نو د ښوونځيو او د حنظله بادغيسي د ليسې دوه سوه تنو زده کوونکو ګډون کړي وچې په ازادو خبروکې يې دښځو پرخلاف د تاوتريخوالې د له منځه وړلو او جندر د رعايتولو په باب يې سيالۍ وکړه .
دغه سيالۍ د بادغيس ولايت د پوهنې رياست په نوښت او د دغه ولايت دښځو د چارو د رياست ، د سولې د شورا ، د بشر دحقوقو دکميسيون ، د امريکا دسفارت د نمايندګى، او د هسپانيې د ايسيد ټيم په همکارى د قلعه نو د نجونو د ليسې په انګړ کې ترسره شوې وه. په نتيجه کې يې د امريکا دسفارت د استازې له خوا په لسو تنو ممتازو زده کوونکو سوغاتونه وويشل شول .