امنیت

په ننګرهار کې دالقاعده او داعش د ډلو څلورو تنو نيول کيدل.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
دالقاعده او داعش د ډلو څلور تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان ددغه ختيځ ولايت دمرکز جلال آباد ښار په مربوطاتو کې ديولړ خاصو پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو خاصو پوځي عملياتو کې دالقاعده د ډلې دوه تنه غړي او د داعش د ډلې دوه تنه غړي ونيول شول.
ده وويل : دغه ډار اچوونکي په يو لړ ډار اچوونکو بريدونو او دځوانانو په جلب او جذب بوخت وو چې ونيول شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې درې تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو کله چې په کوټ ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته