امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢١
په ننګرهار ولايت کې د شاهين ١٧ عملياتو په بهيرکې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د ستراتيژيکي او عامه چارو مسوول ډګروال محمد نعمان هاتفي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تېره شپه دننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د بړو په ساحه کې ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې د دوه ميله پيکاه، يوه توغندي، يوې مخابرې، پنځوکلاشينکوفونو او د يوه چړه يي توپک په ګډون د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل په عملياتوکې دشاملوځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده چې دغه عمليات د ملي اردو د څلورمې پلې لوا، ملي او سرحدي پوليسو او د ملي امنيت د ځواکونو له خوا پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته