امنیت

دناتو درې تنه عسکر په افغا نستان کې ووژل شول

کابلباختر دزمري اوله

دنا تو درې تنه عسکر په افغا نستان کې په دوو جلاجلاپيښو کې ووژل شول

دغه عسکر نن سهار او پرون ما زيګر دافغا نستان په ختيځ کې په يوه چاودنه اودجګړه مارا نو په بريد کې وژل شوي دي

ناتو باخترا ژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ددغو عسکرو وژل تاييد کړي دى

ويل کيږي ، له دغو پوځيا نو څخه دوه تنه يې نن سهار په يوه چاود نه کې ووژل شول او يو تن بل يې پرون مازيګر دياغيانو په بريد کې ووژل شول

پرون سهارهم دناتو يوعسکر دافغا نستان په ختيځ کې په چاودنه کې ووژل شو

ددغو عسکرو په وژل کيدو سره په روان ميلادي کال کې په افغا نستان کې دناتو دوژل شويو عسکرو شمير درې سوه اوو تنو ته ورسيد

دا په داسي حال کې ده چې په تير ميلادي کال کې پنځه سوه شپږ نوي تنه بهرنې عسکر په افغا نستان کې له ياغيانو سره په جګړه کې وژل شوي وو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته