– کا بل باختر دسلواغى اوله
دملي اردو منسوبينو پرون دپکتيا ولايت دسرروضي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دمحاربوي ګډو فعاليتونو په بهيرکې يوه اندازه وسلې ، مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل .
دباختر اطلاعاتي اژانس ته دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په ترلاسه شويو وسلو او مهماتوکې يو سلو شل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او څلور توغندي شته .
دغه راز دملي اردو منسوبينو دننګرهار ولايت ددربابا ولسوالۍ په مربوطاتوکې په عملياتوکې دوه کلاشينکوفونه ، درې تومانچي ، څلور کيلوګرامه اپين او دکندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دکلاشينکوف پنځلس ګولۍ ، دوه شاژورونه او يو بم ام دولس توغندي ترلاسه کړي دي .
ديوبل خبر له مخې دملي اردو منسوبينو پرون دکندهار ولايت دپنجوايې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دامنيتي دندو په بهيرکې اته فشاري ماينونه او دپرسونل ضد دوه ماينونه ، دکندهار ولايت دخاکريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو ماين ، د هلمند ولايت دواشير ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوبل ماين او ددغه ولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو ماين کشف او شنډ کړل .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې دامنيتي دندو په بهيرکې دملي اردو يو تن منسوب شهيد ، يوبل تن ټپي او د نيمروز ولايت دخاشرود ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو بل تن شهيد شوى دى .