سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم دملګروملتو دسازمان له استازي سره وکتل

کابل باختر د لړم لسمه
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  نن له غرمې وروسته دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان له استازي يانکوبيس سره په کتنه کې د ١٣٩٣ کال  په پسرلي کې  په  هيوادکې دازادو او رڼو انتخاباتو له ترسره کولو سره دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره دهمکاري او ملاتړ لپاره تياري څرګند کړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په هغې کتنه کې چې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان داستازي ترمنځ دصدارت په ماڼۍ کې  وشوه دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل، دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت هيله لري چې راتلونکي دولت چې په افغانستان کې دانتخاباتو  وروسته دخلکو دمنتخب جمهور رييس په مشري  رامنځته کيږي دهغو ارزښتونو دساتنې په لاره کې کار وکړي چې زموږ په هيواد کې ديوې وروستي لسيزې په بهير کې ترلاسه شوي دي .
ددغې کتنې په  بهير کې دافغانستان لپاره دملګرو ملتودسازمان استازي يانکوبيس دافغانستان په وړاندې دنړيوالې ټولنې اودملګرو ملتو دسازمان دژمنويادونه وکړه او وي ويل چې دملګروملتو سازمان به دغه راز په سولې دلاسبري او پرمختګ اونيکمرغي  ته دافغانستان دخلکو درسيدوپه لاره کې  مرسته وکړي .
  ده زياته کړه  چې موږ به په افغانستان کې  دراتلونکو انتخاباتو دترسره کولو او دهغو دښو زمينودبرابرولو  لپاره له ټولو قشرونو ډلو ، مدني ټولنې ، سياسي شخصيتونو  او ګوندونوسره په پرله پسې توګه سلامشورې وکړو او هيله لروچې دافغانستان دولت هم په دې لاره کې  هراړخيزې هلې ځلې وکړي،  دملګروملتو دسازمان استازي دغه راز له  ٢٠٠٤ کال وروسته دافغانستان له خلکو سره ددغه سازمان  دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته