امنیت

په سرپل کې دماين يو ليږدونکى ووژل شو

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
په سرپل ولايت کې يوسړى دماين په چاودنه کې پرون ووژل شو .
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله زماني باختراژانس ته وويل وژل شوى سړى   ښوونکى و او غوښتل  يې دغه ماين دموټرسايکل په واسطه له لغمان سيمې  څخه چې دطالبانو تر واکمنۍ لاندې ده ددغه ولايت مرکز ته وليږدوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته