امنیت

دهېواد په څو ولايتونو کې اوولس چاڼيز عمليات پيل شوي دي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٢  :
دملي دفاع وزارت  ويندوى وايي  اوس  اوس  دهېواد په ځينو سيمو کې اوولس پلان شوي  عمليات پيل شوي او دوام لري .
دملي دفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې اوس  دهېواد دامنيت دښه تامين لپاره  دملي اردو په مشرتوب دافغان ځواکونو  دسرپل ، ننګرهار ، لغمان، کاپيسا، غزني ، پکتيا ، هلمند اودنيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې اوولس چاڼيز عمليات پيل کړي  او دوام لري.
دغه عمليات  چې دملي اردو دځواکونو له خوا پلان شوى ، رهبري شوي او سرته رسيږي  په پايله کې يې وسله والو مخالفينو ته دسر او مال درانده زيانونه اوښتي  او ډيرې سيمې يې له دوى شتوالي څخه پاکې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته