فرهنګ

د ښځو د ځورونې د بندولو د مقررې په باب غونډه جوړه شوه

کابل –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
د ښځو د ځورونې د بندولو د مقررې د بيانولو په باب نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې روزنيز ورکشاپ جوړ شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
دغه روزنيز ورکشاپ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمريت او د ښځو د چارو وزارت له خوا د (جي اس اس پي) د دفتر په مالي او تخنيکي همکارۍ جوړ شو.
د دغه روزنيز ورکشاپ په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت د ښځو د ځورونې د مقررې په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: خوشحاله يم چې دغه مقرره وضع شوې ده او ښځې کولاى شي د دغې مقررې له مادو څخه د ځان په وړاندې پرتو ستونزوته د حل لاره ومومي.
دې وويل چې په ټولو دولتي ارګانونوکې د ښځو د ځورونې د بندولوکميټې جوړيږي چې د دغو کميټو په جوړولو سره د ادارو کارکوونکي کولاى شي خپل ستونزې طرحه کړي.
په دې ورکشاپ کې د ښځو د چارو وزارت د جندر ترينرانو سوما قاضي زاده او ګلرخ بدخشۍ د ښځو د ځورونې د بندولو د مقررې او د ښځو دځورونې د بندولو د کميسيون د طرزالعمل، د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د جندر آمريت د رول او په دولتي اداروکې د ښځو د ځورونې د ستونزو د لرې کولو په باب معلومات ورکړل.
دوى وويل چې د ښځو د ځورونې د بندولو مقرره څلور فصلونه او څوارلس مادې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته