امنیت

په قندهارکې د ماين د چاودنې له امله د واده د مراسمو دوه تنه برخه وال ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي اتمه :
دغه پيښه تېرماښام د ميوند ولسوالۍ د شيرعلي کاريز په نامه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د يوه واده د مراسمو دکاروان دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
ده تاييدکړه چې قربانيان او ټپيان د يوه واده د مراسمو برخه وال وو.
دفيصل دڅرګندونو له مخې: ددغې پيښې په ټپيانوکې ښځې اوماشومان هم شامل دي.
په همدې حال کې د قندهار د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې چاودنې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته