امنیت

له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت هلمند ته د حقيقت موندنې هيئت واستاوه

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
دکورنيو چارو وزارت د حقيقت موندنې  يو هيئت  هلمند ولايت ته استولى دى چې  له نشه يي توکوسره د مبارزې دپوليسو  د يوولسو تنو افسرانو د وژنې د څرنګوالي په باب تحقيق وکړي .
دغه افسران د شنبې د ورځې په ماښام کله چې د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې په دندې بوخت وو؛ د ناټو د هوايي بريد له امله  ووژل شول؛ څلور تنه افسران ټپيان او يو تن بل يې بېدرکه دى .
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معين جنرال باز محمد احمدي ويلي دي: ددغه معينيت دمنسوبينو په کاروان کله چې دنشه يي توکو د يوې ډلې قاچاق وړونکو په تعقيب بوخت وو؛ بريد وشو .
سره له دې چې په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو دغه مسئله چې ګڼې دوى په ګرمسير ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په يو ټيم  بريدکړى دى؛ رده کړې ده؛ دغو ځواکونو تينګار کړى دى چې په دغه نيټه يې په ګرمسير کې هوايي ماموريت نه دى ترسره کړى. 
خو افغان مقاماتو ويلي دي  چې دغه بريد د نړيوالو ځواکونو له خوا ترسره شوى دى .
په نوې پرمختياکې له نشه يي توکوسره د مبارزې د معينيت  وياند سيد مهدي کاظمي ويلي دي: پرون يو هيئت د پيښې د څيړنې په مقصد هلمند ته استول شوى دى چې مسئله روښانه کړي .
  ده تاييدکړه چې دغه پيښه د يوه هوايي بريد زيږنده وه. خو ده څرګنده نه کړه چې د دغه بريد عاملين څوک دي؟
سره له دې چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو خبرځايونو پخوا ويلي و چې دوى د وږي دمياشتې په دولسمه نيټه په هلمندکې هيڅ راز عمليات نه دي ترسره کړي؛ خو اوس د امريکا اردو وايي: د هغه هوايي بريد په باب چې د افغانستان په جنوب کې ترسره شو؛ تحقيق کوي .
  جنرال ويلسون لويديځو رسنيو ته ويلي دي: د هغو اطلاعاتو له مخې چې دوى ته رسيدلي دي؛ مهمه ده چې د افغانستان په جنوب کې د وږي د مياشتې د دولسمې نيټې د هوايي بريدپه باب تحقيق وشي. که څه هم په رسمي توګه نه دي ويل شوي  چې د دغې پيښې ترشا د چا لاس و؛ خو په دغه ورځ پاکستاني ځواکونه هم خپل يو بې پيلوټه الوتکه آزمايښت کړ.
نړيوالو ځواکونو په تيرو وختوکې په وار وار په افغان ملکي او پوځي هدفونو بريدونه کړي دي چې وروسته تيروتنه او ناوړه تفاهم بلل شوي دي .
څرنګه چې تېره مياشت د ملي اردو يوشمېر ځواکونه په لوګر ولايت کې د هوايي بريد له امله شهيدان شول؛ دا د دې ښکارندوى دي چې په افغانستان کې د پوځي عملياتو په بهيرکې لازمې همغږي نشته. که نه، نو دغه شان پيښې نه رامنځته کيدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته