امنیت

دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٦ :
د بغلان  ولايت پوليسو  تيره شپه  دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په  تور ونيول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام  دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغو کسانو غوښتل  چې له تخار ولايت څخه بغلان ولايت ته ديو کرولا موټر په واسطه دهيروئينو دولس کيلوګرامه پوډر وليږدوي چې په پلخمري ښار پورې اړوند دشمرق دپلټنې په پوسته کې دپوليسو له خوا ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه:  نيول شوي کسان د هيروئينو له ترلاسه شويو پوډرو  او موټر  سره امنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته