خبرونهټولنهTOP

مجاهد: هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخي سیمې خپل شخصي ملکیتونه وګرځوي

کابل / د کب ۱۴ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي چې د ټولو تاریخي سیمو او آثارو ساتنې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد نن په هلمند کې د باختر آژانس له سیمه ییز خبریال سره په ځانګړې مرکې کې وکړې.

نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي او د ځوانانو چارو معین ملا فیض الله تمیم  سره هلمند ته په دې موخه په رسمي سفر راغلی چې په دغه ولایت کې ځینې تاریخي آبدې وګوري او اړوند مسوولینو ته د فرهنګي میراثونو او تاریخي کلاګانو د ساتنې په برخه کې جدي سپارښتنې وکړي.

ښاغلی مجاهد وایي چې اسلامي امارت د تاریخي آبداتو د ساتنې په برخه کې جدي اقدامات کوي، چې په وینا یې د تاریخي سیمو د بیا رغونې لپاره یې له نړیوالو هم غوښتنې کړي او ځنیو نړیوالو موسسو ورسره ژمنې کړي چې هغه تاریخي آبدات چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، ورغوي.

هغه زیاته کړه: هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخي ځایونه خپل شخصي ملکیتونه وګرځوي، ابادۍ پکې وکړي او یا یې هم غصب کړي.

د یادونې وړ ده چې په هلمند کې ۸۰ تاریخي کلاګانې شته چې ۲۱ یې په مرکز لښکر ګاه کې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته