سیاست

جمهور رئیس غني د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمیشنرۍ د اجرایي کمېټې له رئیس سره وکتل

کابل- باختر د وږي د مياشتې٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمیشنرۍ د اجرایي کمېټې له رئیس ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې تېرماښام په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو افغانستان ته د خپل سفر د موخې په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان عالي کمیشنري د افغان کډوالو د حالت د ښه والي او خپل هېواد ته د هغوی د راستنولو په برخو کې د افغانستان له دولت سره همکاره ده.
ده د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کډوالۍ د عالي کمیسیون د جوړېدو هرکلی وکړ او هغه یې د کډوالو د حالت د ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله.
ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو همدا راز په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې د جمهور رئیس غني هڅې وستایلې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني افغانستان ته د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمیشنرۍ اجرایي رئیس او ملګري پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان کډوالو ته یې د دغه بنسټ د خاصې پاملرنې له امله قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني وویل چې د کډوالو ستونزې ژور اقتصادي او ټولنیز اړخونه لري چې په ځانګړې توګه ځوانان او ښځې له دغو ستونزو سره مخامخې دي او دا د افغانستان د حکومت لپاره له عمده ننګونو څخه دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه: هغه مهال چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، زموږ هېواد به په یوځایي ډول د ګڼ شمېر کډوالو د راستنولو له جدي ننګونو سره مخامخ شي، ځکه نو د افغانستان دولت به د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ په پړاويز او اضطراري ډول د کډوالو د راستنولو لپاره تدبیرونه ترلاس لاندې ونیسي.
جمهور رئیس غني د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سیمه يیزې همکارۍ  په خاطر د یو چوکاټ شتون یوه اساسي اړتیا وبلله.
د دغې کتنې په پای کې ښاغلي پدرو کمیساریو افونسو جمهور رئیس محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه، په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمیشنرۍ له خوا په راتلوونکې میاشت کې د سویس هېواد د جینوا په ښارکې جوړیږي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته