ټولنه

په لغمان کې د ۳۱ لومړنيو ښوونځيو د مديرانو د ګومارنې په موخه آزموينه واخيستل شوه

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٢٥  :
د لغمان ولایت مرکز مهترلام  او ولسواليو کې د نجونو او هلکانو د لومړنيو ښوونځيو څلورم او پنځم بستونو دښوونکودروزنې د تدريسې مديرانو ۳۱ تشو بستونو ته د آزادې سیالۍ له لارې د نويو مديرانو د ګمارلو په موخه پرون آزموینه واخیستل شوه.
د لغمان دپوهنې رئیس محمد حضرت مجددي د دغې ازموینې د اخیستلو پرمهال وویل چې د دې ازموینې ځانګړې موخه ښوونځیو ته د رښتینو، وړ او پوهو مديرانو ټاکل دي.  ده د آزموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د هیڅ یوه کس په اړه د چا سپارښتنه او واسطه ونه مني او هرچاته به د پارچې او وړتیا له مخې نمرې ورکړلې شي.
دغه آزموینه د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د ولایتي کمیټې او اداري اصلاحاتو، د ښځو چارو رياست د استازې په ګډون د شهيد احمدشاه مسعود تجريبوي ښوونځي په انګړ کې واخیستل شوه.
په دې آزموینه کې د يوې میرمنې په ګډون ٢٧٥ کسانو ګډون درلود چې ٣١تنه به  دلومړنيو ښوونځيو د مديرانو په توګه پر دندو وګومارل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته