امنیت

يو ځانمرګى يرغلګر هدف ته له رسيدو مخکې ونيول شو

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٢ :
يو ځانمرګى يرغلګر نن سهار د امنيتي ځواکونوله خوا په کونړ ولايت کې ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
يوتروريست چې غوښتل يې د کونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ کې په امنيتي ځواکونو په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي؛ د امنيتي ځواکونوپه ځانګړو عملياتو کې له دوو ځانمرګو واسکټونوسره ونيول شو.
په يوبل اقدام کې د ملي پوليسو موظفينو ١٥٢ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې په يوه بار وړونکي موټر کې ځاى پرځاى شوي و؛ د تخار ولايت د مرکز تالقانو ښار په مربوطاتوکې کشف اوضبط شول او ددغې پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته