ټولنه

تر يوې مياشتې پورې د ملي بس د تصدۍ دوه سوه موټرونه په کابل ښارکې په فعاليت پيل کوي

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
کابل ښاريان په ښارکې د ترانسپورتي خدمتونو دکمښت له امله له زياتو ستونزو سره مخامخ دي .
  دکابل ښاريان دترانسپورت وزارت اوپه تيره بيا دملي بس د تصدۍ  د رياست له مسوولينو څخه غواړي چې د دغې تصدۍ د بسونو په کار اچولو سره د دوى د ترانسپورتي ستونزو په کمښت کې د خلکو په وړاندې خپل مسووليتونه اداکړي .
اوس چې ورځې لنډيږي؛ کابل ښاريان په ندرت سره د ښار په مرکزي ساحوکې په بسونو او ټکسي موټرونو لاس رسى پيدا کوي.
په هر تمځاى کې په سلګونو تنه خلک تر ناوخته پورې هلې ځلې کوي چې موټرونو ته د پورته کيدو چانس ترلاسه او خپلو کورونو ته ورسيږي.
په همدې حال کې د ترانسپورت وزارت د ملي د تصدۍ رييس نذير احمد رضايي باختر آژانس ته وويل چې دوى د خلکو  د ستونزو په درک کولو سره د دغې تصدۍ د ٢٠٠ موټرو په ترميمولو لاس پورې کړى دى او لګښت يې هم د جمهوري رياست له خوا دغې تصدۍ ته ورکړ شوى دى.
ده وويل: د دغو بسونو د ترميمولو لپاره دترانسپورت وزارت له پرمختيايي بودجې څخه يو مليون ډالره ځانګړي شوي او تر يوې مياشتې پورې دوه سوه موټرونه خلکو ته د خدمت په مقصد په فعاليت پيل کوي  .
ده وويل: اوس د دغې تصدۍ ١١٥بس موټرونه د کابل ښار په تګلوروکې فعاليت کوي .
ده وويل: ملي بس له يو تن څخه پنځه افغانۍ کرايه اخلي او هيڅ چلوونکى او يا نګران حق نه لري چې له خلکو څخه زياتې پيسې واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته