امنیت

طالبانو ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ټپيان کړل.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢٥
طالبانو په قندهار ولايت کې په يو کور دلاسي بم په غورځولو سره ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ټپيان کړل.
دغه پيښه تيره شپه دقندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې رامنځته شوه دمعروف ولسوالۍ امنيه قوماندان نادر خان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د دريو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ديو سيمه ييز پوليس دکورنۍ پنځه تنه غړي ټپيان شوي دي يوه اړونده خبرځاى وويل ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او ډاکترانو د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته