امنیت

د طالبانو د ډلې د دوو قوماندان په ګډون نولس تنه طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٣
نولس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونو په کمين کې ووژل شول.
د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فهيم اميري د باختر آژانس خبريال ته وويل: نولس تنه وسله وال طالبان د غزني ولايت د آب بند ولسوالۍ په سپين بند په کلي کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
اميري زياته کړه: د طالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي چې د يو تن مړى د جګړې په ډګرکې پاتې دى .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د طالبانو دوه موټرونه، څلور موټر سايکلونه، څلور کلاشينکوفونه ، دوه داشکې او نهه توغندي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته