امنیت

وسله والو طالبانو يو ملکي وګړى وواژه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٤
وسله والو طالبانو په زابل ولايت کې يو ملکي ګړى وواژه او څلور تنه نور يې ټپيان کړل.
طالبانو دغه سړى هغه وخت په دزو سره وواژه او څلور تنه نوريې ټپيان کړل چې په ميزان ولسوالۍ کې يې د دوى يوه قوماندان ته د کور د جوړولو اجازه ورنه کړه.
د زابل ولايت امنيه قوماندان ميرويس نوروزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: ملاسليم چې غوښتل يې د ميزان ولسوالۍ يو کلى ته څېرمه کور جوړ کړي؛ په دې دليل چې د دغه کلي د اوسيدونکو له خوا يې مخه ونيول شوه؛ دغې ډلې يو ملکى وګړى وواژه او څلور تنه نوريې ټپيان کړل.
ويل کيږي د دغې پيښې ټپيان چې روغتيايي حالت يې ښه نه دى؛ د قندهار ولايت ته ليږدول شوي دي.
د زابل ولايت د افغانستان په جنوب کې له نا امنو ولسواليو څخه دى چې د طالبانو د ډلې له فعاليتونو سره جوخت جدي امنيتي ستونزې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته