سیاست

جمهور ريیس غني: افغانان جمهوریت او سوله غواړي

کابل باختر د زمري ٢٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزي د نمانځنې په مناسبت په کابل کې د استوګنو سفیرانو، ډیپلوماټیک غړو او بین المللي سازمانونو د مسوولینو په ویاړ په ارګ کې جوړه شوې مېلمستیا کې، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې مېلمستیا کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د شاه امان الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیه، شهزادګۍ ناجیه او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان وویل، موږ نن نه یواځې د افغانستان خپلواکي، بلکې د غازي امان الله خان او د بې شمېره اتلانو د خپلو خلکو د پالنې او خدمت ګټلې توانایي نمانځو.
نوموړې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو په خاطر د زرګونو ښځو او نارینه وو د سرښندنو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه، نن افغانان یو مصمم او متحد ملت دی.
ورپسې جمهور ريیس په کابل کې مېشتو سفیرانو، کوردیپلوماټیک غړو او د بین المللي سازمانونو مسوولینو ته د هرکلي ترڅنګ وویل: موږ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د دارالامان او پغمان ماڼیو په ګډون د هېواد د فرهنګي میراث او تاریخي ودانیو یوه برخه ورغاوله او نورې یې هم د بیارغاونې په حال کې دي.
جمهور ريیس زیاته کړه: د هېواد فرهنګي میراث او تاریخي بناوې یوازې ساختمانونه، نه دي، بلکې زموږ د ملي او تاریخي هویت ښکارندوی دي.
جمهور ريیس د نړېوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایي او اسلامي هېوادونو، هند او نورو لېرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه.
هغه څرګنده کړه چې افغانان جمهوریت او سوله غواړي او موږ د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د رڼو، ټول شموله او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یوو، ترڅو د ملت جوړونې سفر چې زموږ سیاسي او فکري خپلواکي په کې خوندي وي، په بریالیتوب سره ادامه ورکړو.
پاىذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته