خبرونهاقتصادTOP

د ستنډرډ ملي ادارې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د نیمروز بندر له لارې د ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ور ګرځولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نیمروز بندر له لارې يې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. 

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته ورګرځولي دي.

هېره دې نه وي چې پرون هم دغې ادارې ۲۰ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته ورګرځولي وو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته