جلال آباد / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د نږدې ۶ ملیونو ا فغانیو په لګښت د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو د یوې زېرمې په جوړېدو سره ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې یاده زېرمه د جاپان هېواد شانتي رضاکارې ټولنې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده. پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ