امنیت

کابل- باختر د لړم دمياشتې شپږمه:

کابل- باختر د لړم دمياشتې شپږمه:
دځانمرګې بريدونو په حراموالې داسلام دمبين دين دجيدو عالمانو له تينګار سره سره، پرون  بيا هم شيطان صفتې په ډيرې بې رحمي او قساوت سره دميمنې ښار دعيدګاه په جامع جومات کې په ځانمرګې بريد لاس پورې کړ او لمونځ کوونکي يې په خاورو اووينو ولړل او لت پت کړل.
دتاريخ تور زړې هغه کسان چې دځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره په جنايت لاس پورې کوي او مسلمانان دنيکمرغه لوى اختر په بختورو او مبارکو ورځو کې په ماتم او غم کښينوي، جوته ده چې ددغه سترجنايت عاملين نه يواځې ددنيا او آن د اخرت په باب هم فکر نه کوي.
که چيرې داسې نه واى، آيا کېداى شواى  په دغه شان  مبارکه ورځ کې چې په مليونونو تنه انسانان دبيت الله شريف د حج دفريضې د اداکولو په خاطر مکې معظمې ته تللي دي او دمسلمه امت دخير او فلاح په خاطر دعاکوي .
په فارياب کې ځانمرګې بريدکوونکى ځان دمسلمانانوپه مقدس ځاى (جومات) کې چې دخداى(ج) کور بلل کيږي، دلمونځ کوونکو ترمنځ وچوي، وينه تويه کړي او په کورنيوکې دغم او ماتم تفسير خپورکړي، هيڅکله ددغه جنايت عاملين مسلمانان نه دي،ځکه اسلام داخوت مدرسه ، دسولې مدرسه ، ديوبل منلو مدرسه او دترقي او پرمختګ مدرسه ده.
هغه کسان چې له دين څخه په استفادې سره ددين پرخلاف  عمل کوي، نه يواځې ځان او نورو مسلمانانو ته زيان رسوي، بلکې داسلام مقدس دين ته تاوان رسوي او داسلام په باب  دتاوتريخوالې، ځانمرګې بريد او چاودنې تصوير وړاندې کوي. دوى هيڅکله دلوى خداى ( ج ) دبخښنې وړ نه ګرځي.
له همدې امله و چې دسعودي عربستان مفتي اعظم دعرفاتو دلمانځه په وينا کې ځانمرګې بريد حرام وباله او عامل يې د دوزخ د دردوونکې عذاب  مستوجب وباله .
  دسعودي عربستان مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل  شيخ په دې ويناکې دهغو مصيبتونو اوکړاونو دبيانولو په ترڅ کې چې اسلامي نړۍ ورسره لاس اوګريوان ده؛ له مسلمانانو څخه  وغوښتل چې خپل يو والى وساتي اوپرې نږدي  چې دمسلمانانو وينه تويه شي .
ده په تينګار سره ځانمرګې بريد حرام وباله او عاملين يې د الهي عذاب مستحق وبلل او وې ويل چې ځانمرګې بريدکوونکي به د دوزخ د اور په لمبوکې دتل لپاره وسوځي، ځکه دى د توبې لپاره هيڅکله فرصت نه لري .
  دا يواځې دسعودي عربستان مفتي اعظم نه دى چې دځانمرګوبريدونو  په حراموالې باندې ټينګارکوي؛ بلکې په تېرو وختونوکې دجامعه ازهر شيخ ارواښاد امام اکبر شيخ محمد طنطناوي دافغانستان دعالمانو سراسري شورا، د ديوبند ديني عالمانو او پروفيسر  عبدالرب رسول سياف  هم تل دځانمرګو بريدونو په حراموالې باندې ټينګارکړي دي.
اوس دهيواد درنو عالمانو او دجوماتونو امامانو ته په کار دى چې دعامه ذهنيت د تخدير دمخنيوي په خاطر تل په جوماتونو، تکيه خانو او مقدسو اماکنوکې خلکو ته د الهي حکمونو په باب معلومات روکړي چې دکاذبينو  ددغې ستر فتنې مخه ونيول شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته