سیاست

دنمارک له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير  ډاکتر زلمي رسول نن له غرمي وروسته ددنمارک دشاهي هيواد دبهرنيو چارو له وزير  ويلي سوندل  او له  ملګري هيئت سره يې وکتل .

دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې،  په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دبهرنيو چارو وزارت له لارې خپره شوې ده  ويل شوى دى .

  ډاکتر زلمي رسول  دنړيوالو سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې ددنمارک دسرتيرو  دوندې اخستنې له لارې په افغانستان کې دثبات دتامينولو  او بيا رغونې په کار کې ددنمارک دشاهي هيواد دهمکاريو له امله  او دعمراني او دبيا رغونې  دپروژو په تطبيق کې  دهراړخيزو همکاريو له امله  دقدرداني په ترڅ کې  په بيلابيلو برخو کې ددغه هيواد دهمکاريو ددوام غوښتنه وکړه .

 دافغانستان دبهرنيوچارو وزير وويل ( ددنمارک شاهي هيواد په اقتصادي مسئلو، پوهنه ، او دبيا رغونې په کار کې  زياتې مرستې کړي دي چې موږ يې قدرداني کوو )

 ددنمارک دشاهي هيواد دبهرنيو چارووزير  دافغانستان له خلکو سره دمرستې په لاره کې دخپل هيواد بشپړ تياري څرګند کړ او وي ويل چې دنمارک له افغانستان سره خپلې اقتصادي مرستې  نه يواځي نه کموي بلکې دتيرو کلونو دمرستو په پرتله  به زياتې کړي .

 ديادونې وړ ده چې په افغانستان  ( هلمند ولايت کې )  دميشتو دنمارکي سرتيرو شمير ټول  ٧٥٠ تنو ته رسيږي  تراوسه پورې دوه څلويښت تنه دنمارکي سرتيري په افغانستان کې  دامنيت او ثبات دتامينولو په لاره کې  له منځه تللي دي .

 يو شمير دنمارکي  ځواکونه دبيا جوړولو دولايتي ټيم په برخه کې په فيض اباد کې له الماني ځواکونوسره او يو شمير نور هم په غور ولايت کې دليتوينا دبيا رغونې  له ولايټي ټيم سره همکاري کوي .

  له  ٢٠٠٢ کال څخه تر  ٢٠١٢ کال پورې له افغانستان سره ددنمارک ټولې  مالي مرستې څه دپاسه  ٦٧٠ مليونو ډالرو ته رسيږي  . دغه هيواد له  ٢٠٠٩ کال راپديخوا په کال کې ٨٥ مليونه ډالره د افغانستان  دامنيت دتامينولو  او بيا رغونې لپاره بيل کړي دي په  ٢٠١١ کال کې ددنمارک کلني مرسته نږدي سلو مليونو ډالور ته رسيږي .

  په ټوليزه توګه   دنمارک  له افغانستان سره په خپلو مرستو کې په سلو کې پنځه ويشت زياتوالي راوستي دي چې په سلو کې  پنځوس يې دافغانستان ددولت دبودجې له لارې لګيږي .

  ددنمارک  زياتره پراختيايي مرستې دهرات ، کابل او هلمند په ولايتونوکې لګيږي .

 دروغتيايي معلوماتو ورکول ، دقابلګي  دکورسونو جوړول او دکوچنيو  پورونو پروګرامونو ددنمارک ديرې مهمې  ملکي پروژې بلل کيږي  دافغانستان په ګوټ ګوټ کې  تراوسه پوري  ٥ر١ مليونو تنو چې په سلو کې شپيته يې ښځې  دي له دغو پروژو  څخه ګټه اخستې ده .

  دافغانستان لپاره ددنمارک کميټې په واسطه  له هرات ولايت  دګذري  ، اوبي او پښتون زرغون په ولسواليو کې  دنولسو روغتيايي مرکزونو  او ديو روغتون جوړول په دغو روغتيايي مرستو کې شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته