فرهنګ

هارون حکيمي: د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په نوملړ کې د هرات ښار د ثبت د سندونه بهير تر راتلونکي يو کال پورې بشپړېږي

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د ويډيو کنفرانس له لارې د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په نوملړ کې د هرات ښار د ثبت د سندونو د بشپړولو بهير په اړه په کابل کې د يونسکو له رييس سره خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې رييس عبدالاحد عباسي او د لرغونپېژندنې رييس نورآغا نوري هم حاضر وو، په کابل کې د يونسکو رييس او د يونسکو د فرهنګي برخې مسوول په وار سره د هغو تاريخي آبدو د پروژو د کار په اړه چې دغه بنسټ ترسره کوي، معلومات ورکړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو د هغو پروژو د کار بهير پر ګړندي کولو او کيفيت ټینګار وکړ چې يونسکو پر مخ وړي.
دغه راز هارون حکيمي څرګنده کړه چې يونسکو د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په نوملړ کې د هرات ښار د ثبت په موخه د سندونو بهير د بشپړولو په خاطر ٣٠ زره امریکايي ډالره مرسته کوي.
هغه څرګنده کړه چې د نړۍ په منل شويو معيارونو سره د هرات ښار د لازمو سندونو د بشپړولو بهير به تر راتلونکي يو کال پورې بشپړ شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته