امنیت

دکابل ښار د آرتل پله په ساحه کې په يوه رنجر موټر کې دمقناطيسي ماين دچاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
دکابل ښار د آرتل پله په ساحه کې په يوه رنجر موټر کې دمقناطيسي ماين  دچاودنې له امله  دوه تنه  ټپيان شول .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دغه پيښه  نن سهار  دنهو بجو په شاوخوا کې  رامنځته شوه .
امنيتي خبرځايونو په دې پيښه کې د دوو تنو ټپي کيدل تاييد کړل .
دغه پيښه  په داسې حال کې رامنځته شوه چې څو ورځې مخکې په همدې ساحه کې دځانمرګي بريد له امله  دملي اردو  څو تنه منسوبين  چې په يو بس موټر کې سپاره وو شهيدان شول .  ديادونې وړ ده چې په وروستيو مياشتو کې کابل او ځينې ولايتونه  دبيا بيا مقناطيسي چاودنو او دملکي او پوځي وسايطو  دچاودنو ډګر دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته