ټولنه

دزابل ولايت ولسواليو له کارکوونکو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٦
دزابل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا په رياست کې نن له څوارلسو تنو انجينيرانو څخه چې ددغه ولايت په ولسواليو کې يې دنده ترسره کوله رقابي ازموينه واخستل شوه .
د زابل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس محمد قاسم پوپل دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : دغو څوارلسو تنو انجينيرانو چې په شهر صفا، شاجوى او شينکي په ولسواليو کې او ددغه ولايت په مرکز قلات ښارکې دنده ترسره کوله رقابتي ازموينه واخيستل شوه له دغو څوارلسو تنو څخه اته تنه  يې په کار ګومارل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته