امنیت

په پکتيکا ولايت کې يوه زوى خپل پلار وواژه .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په پکتيکا ولايت کې يوه زوى خپل سپين ږيرې  پلار وواژه.
  دپکتيکا ولايت داومني ولسوالۍ دپينه دکلي  اوسيدونکي عبدالولي وويل، وژل شوى  ددوى دکلي اوسيدونکي و اونږدې اتياکلن و .
ده زياته کړه :محمد هاشم اقا تيره شپه دخپل زوى محمد نسيم له خوا  په سراو ګيډه کې دتبر په ګوزارونو سره وژل  شوى دى .
ده وويل چې دغه سپين ږيرې په خپل کلي کې  قصابي کوله او له څو مياشتو راپديخوا  دخپل زوى له ناسم حالت سره مخامخ  و.
محمد نسيم خپل پلار په دې خاطر وواژه چې ده ته يې تل نصحيتونه کول او دى يې له ناوړو عملونو څخه منع کاوه
داومني ولسوالۍ  دامنيه قوماندان دڅرګندونوله مخې، قاتل له قتل وروسته له ساحې څخه تښتيدلى دى  او پوليس هلې ځلې کوي چې دى ونيسى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته