امنیت

دوه تنه په لوګرکې د غلا په تور ونيول شول

کابل باختر د ليندي دولسمه :
دوه تنه چې غوښتل يې په لوګر ولايت کې دعزيزي بانک د نمايندګۍ پيسې لوټې کړې؛ تېره شپه د پوليسو له خوا ونيول شول .
دلوګر ولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحق زي باخترآژانس ته وويل: دغه کسان کله يې چې غوښتل د عزيزي بانک پيسې لوټې کړي؛ ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې دموظفينو له  خوا ونيول شول.
اسحق زي زياته کړه: نيول شوي کسان چې د بانک د دروازو د ماټولو لپاره په وسايلو سمبالو وو؛ کله يې چې د بانک د دروازو د پرانيستلو او بانک ته د ننوتو لپاره هلې ځلې کولې؛ ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته